ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو دخپلواک کمیسیون لنډه پیژندنه                                                                                                                     
د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو دخپلواک کمیسیون لنډه پیژندنه

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون د بن له موافقه  ليك وروسته په ۱۳۸۲ كې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د پنځوسمي مادي له حكم سره سم  جوړ شو. د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك  كميسيون د يوې رڼې، مدرنې، ځواب ويوونكي، دموكراتيكي او د جندر د تساوى له په پام كې نيولو سره د يوې حساب وركوونكي ملكې ادارې په جوړولو مكلف شو چې له عامه سرچينوڅخه په گټورې او اغيزمنې استفادې سره  په مساوې اومنصفانه توګه  خلكو ته غوره او مثبت خدمتونونه وړاندې كړی.

د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون له دوو خپلواک بوردونو او څلورو لوېو ریاستونو څخه جوړ شوۍ دۍ : د ټاکنو خپلواک بورد، د شکایتونو د څیړنی خپلواک بورد، د اداري اصلاحاتو دارالانشا لوې ریاست، د دملکی خدمتونو د انستیتوت لوې ریاست، د ملکی خدمتونو د ادارې لوې ریاست او د پروګرامونو د طرحې او مدیریت لوې ریاست.

د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست:

د پروګرامونو دطرحې او مديريت  لوې رياست چې مخكې د (ظرفيتونو دلوړوالي د رياست ) په نامه ياديده د هېواد دملكي ادارو د ظرفيتونو د لوړولو، له نړیوالو تمویلوونکو سره د اغېزمنو اړیکو د ټینګښت د مشرۍ او د تخنیکی همکاریو دمدیریت مسوول بلل کیږي.

  د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون یو عمده څانګه بلل کیږی چی د مهمو پراختیایي پروګرامونو  او پروژو د طرحی او مدیریت مسوولیت په غاړه لری چې د ظرفیتونو د لوړولو د بیلابیلو پروژو او  پروګرامونو د طرحې او تطبیق او او آزادې او رڼې پروسې له لارې کورني او بهرني تکړه متخصصین په دولتی ادارو کی د دغو ادارو د پیاوړتیا په موخه په دندو ګوماري.

  د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست  د ظرفیتونو د لوړولو د بیلابیلو مهمو پروګرامونو او پروژو په طرحه کولو او تطبیقولو سره هڅه کوی چې په دولتی ادارو کې د سیالیو سیستم لوړ، مهمی مدیریتی برخې پیاوړې، د اداري اصلاحاتو بهیر ګړندۍ او له مالي او تخنیکي مرستو څخه پر ځاې او اغېزمنه  استفاده وکړي.

  د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست د نړيوالو تمويلوونكو، وزراتونو او دولتي ادارو په همكارى او همغمږى سره  د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون د ټولو پروګرامونو په طرحې او پراختيا باندې مكلف دي، البته د نړيوالو تمويلوونكو له مالي سرچېنو څخه اغيزمنه او پرځاې استفاده او د كميسيون له لارې د پروژو تطبيقول هم د پروګرامونو دطرحې او مديريت دلوې رياست دنده بلل كيږي.

د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست تراوسه پورې لاندې مهمې پروژې تطبيق كړي دي.

۱  له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانود استخدام پروګرام (AEP)
۲ د جانبي شموليت پروګرام (LEP)
۳ د افغانستان عامه خدمتونو لپاره دظرفيت پروګرام  (CAP)
۴ د اروپا داتحادېې له هيوادونو څخه د افغان متخصصينو د جذبولو پروګرام (PAEP/EU )
۵ دمديريت لپاره دظرفيت پروګرام ( MCP)
۶  د ملي بنسټونو د پراختيا پروژه ( NIBP)
۷   په سيمه ييزې كچه آزمايښتي پروژه ( SNLP)
 


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS