ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
ښاغلۍ احمد جاوید جلالي د افغانستان د مالېې وزارت د بودجې د لوې ریاست رییس
ښاغلۍ احمد جاوید جلالي

د افغانستان د مالېې وزارت د بودجې د لوې ریاست رییس 

ښاغلي احمد جلالي چې خپله ماستري ېې په پاکستان کې د ادارې او تجارت په څانګه کې ترلاسه کړې ده، په ۲۰۰۹ میلادی کال کې د افغانستان د مالېې وزارت د بودجې دلوې ریاست د رییس په توګه د مدیریت لپاره د ظرفیت د پروګرام له لارې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون یو اغیزمن پروګرام دۍ او د تطبیق چارې ېې د پروګرامونو د طرحې او مدیریت دلوې ریاست په غاړه دي، ټاکل شوۍ دۍ.

مخکې له دې چې ښاغلۍ جلالي په دې پست باندې وګومارل شي، نوموړي د مالېې وزارت د محاسبې دلوې رییس، د عوایدو د لوې رییس  او ددغه وزارت د خزاینو دلوی ریاست په بیلابیلو څانګو کې، د CFO,COO  د غېر دولتی موسسو د مالي او اجرایوی رییس په توګه چې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایی پروګرام او نړیوال بانک له خوا تمویلیږي، د خصوصی سکتور په برخو ،Bearing Point، KPMG او په افغان مالي کمپنۍ کې هم په بریالیتوب سره دندې ترسره کړي دي.

لکه څنګه چې څرګنده ده د رهبرۍ او مدیریت موضوع د مالېې وزارت لوړپوړو چارواکو لپاره ځانګړی ارزښت لري او دا یوه اړینه مسله ده چې ددغه وزارت مشرتابه پلاوی باید ددې وړتیا ولري چې د پریکړو او تصمیمونو د نیولو د هغو د شریکولو او تعقیبولو ظرفیت ولري ترڅو چې په ټاکلي وخت کې تصمیم ونیسی او پریکړه تطبیق کړي، ښاغلۍ جلالي په زیاتو مواردو کې له خپل غوره مشرتوب او مدیریت نه په استفادې سره زیات کار کړې چې په لنډه توګه ېې بیانوو.

سازماني جوړښت :  د بودجې د لوې ریاست ادارې تشکلیلات چې مخکې ېې نننېو غوښتنو ته ځواب نه شو ویلاې اوباید دریو مهمو برخو لکه د بودجې د اصلاح او پالیسۍ دجوړولو،  د بودجوي اجرااتو د ترسره کولو او د نړیوالو تمویلوونکو د مرستو په  مدیریت باندې ېې تمرکز کړۍ واې، شتون نه درلود، خو ښاغلي جلالي د اداري تشکلاتو په نوی کولو سره  دغه مهم ریاست په دې قادر کړ چې نننیو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. 

د جلالي تر مدیریت لاندې د بودجې ریاست د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ د یوه پنځه کلان پلان په جوړولو سره د بودجې درېو ریاستونو او ددغه دیپارتمنت د کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړل ترڅو خپل فعالیتونه په دقیق ډول وڅیړي او دخپلو اجراآتو په اړه د وزارت مشرتابه هیآت ته رپوټ چمتو کړي. ده دغه راز خپل کارکوونکي د پایلو پربنسټ د اجراآتو د څیړنې له پرمختللو سیستمونو سره آشنا کړل او خپل مدیران ېې د هغو مهمو اجراآتو ترسره کولو ته متوجه کړل چې  د چارو په پرمخ بیولو کې د مکافاتو او مجازاتو د فرهنګ د عملی کولو له په پام کې نیولو سره په اوونیز ډول تر څیړنې او څارنې لاندې نیول کیږي. 

د بودجې ریاست مخکې له بیلابیلو ګته اخیستونکو سره د اړیکو کومه فعاله ستراتیژي نه درلوده او د بودجې د پړاو کولو بهير له زیانو خنډونو سره مخامخ کیده، خو د ښاغلي جلالي په هاند او هڅو سره دغه ديپارتمنت د اړیکو د یوې منظمې ستراتیژې په جوړولو سره دغه عمده ستونزه حل کړه.

د بودجې لګښت:

د ښاغلي جلالی له راتګ نه مخکی د بودجې د لګښت په اړه ناسم معلومات چې د بیلابیلو ادارو د خواشینې سبب ګرځیدل، وړاندې کیدل دغه عمل د محاسبې د اصولو د ناسم تطبیق زیږنده وو چې نقدی حسابونه له پیش پرداخت سره یوځاې محاسبه کیدل د بیلګې په توګه:په بودجه کې د اعتبار لیکونو او پیش پرداختونو محاسبه . ده دغه ناسم تګلاره بدله کړه او اوس  اعتبار لیکونه له پیش پرداخت سره یوځای نه جمع کیږي.  

ښاغلي جلالی اړوندو وزارتونو ته  مالي او تدارکاتي پلانونه وروپیژندل ترڅو خپله بودجه په منظم  ډول پلان او ولګوي. ده، دغه راز د ادارو د معاشونو د ورکړې په اړه د تخصیص د ترلاسه کولو بهیر آسانه کړ او هغو ادارو چې مخکې ېې معاشونه په لسو ورځو کې نه شو ترلاسه کولاې اوس په دریو ورځو کې معاشونه ترلاسه کوي.  نوموړي دغه راز د بودجې د پراختیا په موخه د تړون پربنسټ د تخصیص موضوع رامنځته کړه او اوس د عملیاتی بودجې په یو کلن تخصیص باندې کار روان دۍ، د یادونې وړ ده چې د بودجې لوې رییس د بېلابېلو وزارتونو له مشرتابه هيآتونو سره د غونډو په کولو سره  دهغوې د بودجوي اجراآتو او لګښت  د ښه کیدو په لارکې هڅه کوي.

مخکې په دې ریاست کې د بودجوی اجراآتو رپوټ نه چمتو کیده خو د ښاغلي جلالي ترمشرۍ لاندې اوس د بودجې د اجراآتو او لګښت رپوټونه په اوونیز ډول برابر او د مالېې وزارت له بیلابېلو اړوندو څانګو او نورو ارګانونو سره شریک کیږي.

ښاغلي جلالي دغه راز د بودجې او خزاینو د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ منظمې غونډې جوړوی چې دې کار مثبتې پایلې لرلي دي د بیلګې په توګه : په ټاکلی موده کې د تخصیصاتو او معاشونو ورکړه او د چک لسټونو او تخصیصاتو د بهير اجرآ، د یادونې وړده چې ددغه شان غونډو له ترسره کولو مخکې په وخت سره د تخصیصاتو او معاشونو په ورکړه کې زیاتې ستونزې موجودې وي چې ددغو ریاستونو دښه مدیریت او لارښوونې غوښتنه ېې کوله. 

د بودجې پالیسي او اصلاحات : 

د مالېې وزرات د بودجې لوې رییس د بودجې د فورمولبندۍ او پلان او د هغه د تطبیق په بهير کې د آسانتیاوو  په رامنځته کولو سره د بودجې د لومړۍ، دوېمې او منځمهالې برخې د چمتو کولو له لارې د کتنې وړ پرمختګونه کړي دي. او د بودجې د لومړۍ دویمې او منځمهالی برخې  چوکاټ ېې د لومړي ځل لپاره برابر کړ چې د وزیرانو شورا له خوا هم تایيد شو او د اتباعو بودجوي سندونه هم دده دکار په دوره کی معرفي شوي چې داخپله د یوې رڼې بودجې ښکارندوې ده، نوموړۍ دغه راز په هیواد کې د پایلو پربنسټ د بودجې په اړه د رپوټ ورکولو د یو فارمت په رامنځته کولو هم بریالۍ شوی، لکه څنګه چې افغانستان دمرکزی بودجوی لرونکۍ سیستم لري خو ده د سیمه ایزو ستونزو د لري کولو په موخه او د وزارتونو د ستونزو د آوارولو لپاره  د ولایتي بودجې جوړولو موضوع هم معرفي کړي دي.  

د بودجې دلوې رییس په توګه دنوموړي له ټاکل کیدو مخکې ، ولایتي ریاستونو په بودجوی موضوعګانو کې هیڅ ډول رول نه درلود،  خو ده هڅه وکړه  چې د بودجوي کمیټو په  جوړولو او رامنځته کولو سره د کلنېو بودجوي پروسو دپرمخ بیولو لپاره د سیمه ایزو ریاستونو په شاملولو سره په دې اړه لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي. ده دغه راز دغې موخې ته د رسیدو په خاطر دهېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بودجې ولایتي ټریننګونه جوړ کړي دي.

یو ستر بریالیتوب چې ښاغلي جلالي ترلاسه کړۍ دۍ هغه د ادارو د بودجو په څانګو کې د پروګرام پربنسټ د بودجوې د تطبیق څرنګوالۍ و،  ده د وزارتونو د بودجی له ټولو څانګو سره مرسته او ملاتړ وکړ ترڅو چې دغه پروګرام په سم ډول تطبیق شی ، ده دغه راز د پروګرام پربنسټ د بودجې جوړولو کمیټه ددغه پروګرام د اغیزمن تطبیق په موخه رامنځته کړې ده. 
 د افغانستان د مالېې وزارت د بودجې لوې رییس دغه راز (HIP وPRF) پروژپه تطبیق کې د نړیوالو مالی مرستوIMFS)) د موخو  او د افغانستان دبیا ودانولو لپاره دامانت د صندوق د پرمختیایي پروګرامونو په تحقق کې بریالۍ  دې او په دې لارکې ېې د کتنې وړ پرمختګ کړۍ دۍ.  

دیادونې وړده چې د ېوې نړیوالې سروې له مخې په ۱۳۹۰کال کې افغانستان یوه رڼه بودجه درلوده دغو څیړنو وښوده  چې د پرانیستې بودجې نوښت له خلکو سره د بودجوی معلوماتو او د حساب ورکوونکې بودجې څخه د خبریدو په اړه مرسته کوي او تر دغه پروګرام لاندې په هرو دوو کلونو کې یوځل د بیلابیلو هیوادونو بودجوي سندونه څیړل کیږي او خلک بودجوی معلوماتو ته لاسرسۍ پیدا کوي، د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۸ کال کې( د او بي آې) ادارې له خوا ترسره شود د افغانستان بودجه په سلو کې ۸ رڼه وه په داسې حال کې چې د ۲۰۱۰ میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې د ۱۹مې نیټې په سروې کې چې د نړیوالې بودجوی شریکانو له خوا ترسره شوه دغه فیصدی ۲۱ ته لوړه او په ۲۰۱۲ کال کې بودجې په سلو کې ۴۰ روڼوالې وښود  چې  دغه فیصدي د بودجې او پانګې اچوونې په جوړښت کې  د مدني ټولنې او د یوزیات شمېر خلکو ښکیلتوب څرګندوي.  

دغه راز د بودجوی معلوماتو (د هېواد د بودجې پلان جوړولو سیستم) کمپیوتري کول هم د جلالي د دندې په دوره کې پیل شول چې د یو معلوماتي ديتابیس په جوړولو سره د هېواد  ټولو بودجوی معلوماتو او اړتیاوو ته لاسرسۍ ترسره کیداې شي. بې له ویلو دې پاتې نه شي چې د نړیوالو تمویلوونکو د معلوماتو  DAD)) د ثبتولو په موخه هم یو دیتابیس جوړشوۍ چې دهغې له  مخې نړیوال تمویلوونکي کولاې شی اړوند هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.

ده د بودجې د کمیټې د میاشتنېو غونډو په رابللو سره ددې امکان رامنځته کړ چې د بودجوي سکتورونو مدیران په بودجې پورې اړوندو غونډو کې فعالانه ونډه واخلي او خپل نظرونه شریک کړي، دغه راز په خوا د سکتوري مدیرانو شمېرکم و او هغوې نه شو کولاې په مستقیمه توګه د بودجې د کمیټې په غوڼدو کې برخه واخلي چې دغه ستونزه هم د ښاغلي جلالی په دوره کې له منځه لاړه.

په دې پست باندې د هغه له ټاکل کیدو مخکې د بودجې دفاع پورې اړوندې غونډې په سمه توګه نه جوړیدې او په هغه کې د برخه والو له خوا ناسمې نظرېې وړاندې کیدې خو ښاغلي جلالي د بودجې ددفای یو نوۍ سیستم چې په کې ملي لومړيتوبونه په پام کې نیول شوي وو او دوزیرانو شورا له خوا تایید شو، رامنځته کړ چې اوس مهال د بودجې د لوې ریاست له خوا د تطبیق په حال کې دۍ.

یو بل بریالیتوب چې ښاغلۍ جلالي ېې نوښتګر دۍ د بودجې جوړولو په بهير کې د آسانتیا په موخه دتشکیل د کمیسیون د رامنځته کیدو د طرحې وړاندیز دۍ چې دغه کمیسیون د ادارې د تشکیل او د کارکوونکو د شمېر د بودجې د دفاع په غونډو کې د ګډون په موخه د ادارو د بودجې د برخو له په پام کې نیولو سره د څیړنې او مطالعې مسوولیت په غاړه لري. د ویلو وړ ده چې مخکې د بودجې د هرې ادارې تشکیل هم د بودجې ددفاع په غونډو کې څیړل کیده، چې دغه کار زیات وخت نیوه.

ښاغلي جلالي هڅه کړې چې د پراختیایي پروګرامونو د تطبیق او همغږۍ په موخه د ستندرد یو عمومي سیستم رامنځته کړي دغه سیستم اوس د مالېې او اقتصاد وزارتونو د استفادې وړ ګرځیدلې، ده دغه راز د اقتصاد وزارت د څارنې او څیړنې په اړه د رپوټ او د مالېې وزارت د بودجې د پروګرام په اړه رپوټ لپاره یو ستندرد فارمت چمتو کړې چې دغه فارمت ددواړو وزارتونو اړتیاوو ته ځواب وایي.

د مرستو مدیریت :

د هغو طرحو په جمله کې چې د افغانستان په اړه د کابل په نړیوال کنفراس کې وړاندې شوی، دوه طرحې د نړېوالو تمویلوونکو د زیاتې پاملرنې او هرکلی وړ و ګرځیدې چې هماغه د عامه مالی مدیریت او د بهرنۍ بودجې لپاره د عملیاتي لارښوود طرحې وي، چې د ښاغلي جلالي په هڅو سره چمتو او تطبیقیږي.

په دې پست باندې دده له استخدام مخکې هرتمویلوونکی موسسې  عامه مدیریت ته د لاسرسي او د بودجې له  لارې د پیسو د ورکړې په خاطر د بودجې د برخو د تخنیکي ظرفیتونو دپیژندنې لپاره له خپلوجلا جلا کړنلارو او میتودونو څخه استفاده کوله، خو ښاغلي جلالي ددونرانو د همغږي کولو او هغوې ته د آسانتېاوو د برابرولو په موخه د دونرانو او دافغانستان د اسلامي دولت ترمنځ یوه کاري ډله رامنځته کړه چې  له دې لارې د همغږۍ یو ستندرد میتود جوړ شو او دغه نوښت د نړیوالو دونرانو د پاملرنې او هرکلي وړ و ګرځیده.  

د یادنې وړ ده که چې د افغانستان دبېا رغاونې او پرمختیا په موخه د نړیوالو شریکانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ترمنځ د همکارېو د دیالوګ نوښتګر چې په دې لارکې ېې د مفاهمې یوه غوره پالسي برابره کړه هم ښاغلي جلالي بلل کیږي. له دغې پالیسۍ نه په استفادې سره نړیوال تمویلوونکي وهڅوول شول چې د افغانستان له اسلامی دولت سره خپلې اړیکې لاپسې ټینګې کړي او دونرانو وپتیله چې دخپلو مرستو په وړاندې کولو کې باید د افغانستان ملي لومړيتوبونه په پام کې ونیسي، د پرمختیایي همکاریو رپوټ ددغه بریالی دیالوګ هغه پایلې جوتوي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال  راهیسي ټول بریالیتوبونه پکې نغښتې دي، دغه رپوټ له تمویلوونکو سره د اړیکو د ټنیګښت او د پرمختیایی بهیرونو په تطبیق کې  د ګړندیتوب په لور ددغۍ پالیسۍ استقامت په ډاګه کوي. بې له ویلو دې پاتې نه شي چې دمالېې وزارت د بودجې لوې رییس ښاغلي جلالي له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ترعنوان لاندې یوه رساله هم چاپ کړې چې په کې له ۲۰۰۲ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې  د بودجې او تخنیکي مرستو په اړه دقیق اوهر اړخیز معلومات شامل دي، د بودجې  ځکه مخکې په دې مهم لوې ریاست کې هیڅ ډول رپوټ او معلومات موجود نه وو چې د بودجې او د دونرانو مرستې په ډاګه کړي.  

دبریاليتوب د داستانونو چمتو کوونکي او راټولوونکي: د پروګرامونو د طرحې او مدیریت د لوې ریاست د اړیکو او له تمویلوونکو سره د همغږۍ مدیر ښاغلۍ احمد جواد اکبری  او ددغه لوې ریاست د اړیکو او رسنېومسوول ښاغلۍ عبدالوحید خاوری 

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS