ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
د پوهنې وزارت د بشري سرچېنو د پراختېا رئيس  احمد نجيب بيضايي
د پوهنې وزارت د بشري سرچېنو د پراختېا رئيس 

احمد نجيب بيضايي

نن په يوداسې هېواد كي چې له خاورو،  ايرو او كنډوالو څخه راپورته شوۍ دۍ په ميلونونوتنه نجونې اوهلكان ښوونځېو ته ځي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په هره ګوښه او څنډه كې د جګړې په خونړېو ټپونو باندې  د زده كوونكو لپاره د يوه ښوونځې د ودانۍ د بنسټ ډبره ايښودل كيږي او دنيكمرغه او سمسور راتلونكي تصوير په ذهن كې را ژوندۍ كيږي. دغه ښوونځې او زده كوونكي د نوي ټولنې بنسټونه دۍ چۍ له ترديد پرته به يوه ورځ حاصل وركړي.

ښوونځېو ته د اوو ميلونو نجونو او هلكانو ورتګ، د هېواد په ګوټ ګوټ كې د څه دپاسه پنځو زرو ښونځېو دودانيو جوړول او بېا رغاونه، د ښځينه وو په ګډون د زرګونو ښوونكو استخدام او روزنه، دهېواد په مركز او ولايتونوكې د پوهنې وزارت په ۱۲۶۷۳ تنو كاركوونكو او خدماتي پرسونل او ۱۱۸۳۳۶ تنو ښوونكو باندې د رتبو اومعاشونو دنوي سيستم تطبيقول، د كاركوونكود اجراآتو د څيړنې د كړنلارې پراختېا اوبرابرول، د وزارت دمنسوبېنو د سوانح د دفترونو دثبت او راجستر په موخه د يومنظم ديتابيس جوړول او دهېواد په مركز او ولايتونو كي دليسو د آمرينو او خدماتي كاركوونكود استخدام د بهير د كړنلارې پراختېا او برابرول د پوهنې وزارت د كتنې وړ پرمختګونه شمېرل كيږي. په دغو ټولو پرمختګونو او لاسته راوړنو كې چې زمونږ هېوادوال يي شاهدان دي او له سترګو څخه پټ نه دي يو تجربه لرونكي متخصص ښاغلي احمد نجيب بيضايي چې دمديريت لپاره ظرفيت دپروګرام له لارې په دندې ګومارل شوې دي مهم او رغنده رول لوبولي دى او دهېواد د پوهنې په سيستم كې يي د كتنې وړ بدلونونه او پرمختګونه رامنځته كړي دي.

د مديريت لپاره دظرفيت پروګرام چې د اداري اصلاحاتواوملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون يو اغېزمن پروګرام شمېرل كيږي او د طرحې او تطبيق مسووليت ېې د پروګرامونو دطرحې او مديريت دلوې رياست په غاړه دى ، په دې بريالى شوۍ دۍ چې دهيواد له كورنېو او بهرنېو ماركيټونو څخه تكړه او كارپوه متخصصين جذب او د  وزارتونو او دولتي ادارو په مهمو مديريتي څوكيو باندې ېې استخدام كړي.

د پوهنې وزارت د اكاډيميكو كاركوونكو په ګډون په يو لكو اوو ديرشو زروتنو منسوبينو باندې د رتبو ا و معاشونو دنوي سيستم تطبيقول ساده او آسانه كارنه دۍ، خو د ښاغلي بيضايي او دهغه د ټيم په معقول مديريت او نه ستړې كيدونكو هلوځلو سره دغه برياليتوب ترلاسه شوۍ دۍ. د رتبو او معاشونو د نوي سيستم طرحه د افغانستان د مديريتي نظام د معېاري كولو لپاره يوښه نوښت دۍ. داكاډيميكو كاركوونكو په ګډون د پوهنې وزارت  منسوبين په دې سيستم كې په شاملېدو سره له خپلو رتبو سره سم مزد ترلاسه كوي چې له كاري پلوه ښوونكي او مامورين پېاوړې كوي او هم له مادي پلوه زېات معاش ترلاسه كوي چې داخپله د مامورينو د ورځنېو چارو په پرمخ بېولو او د ښوونكو د تدريس په لارو چاور كې مثبت بدلون رامنځته كوي.

د پوهنې وزارت د ښوونكو او كاركوونكو د د اجرااتو څيړنه د ښاغلي احمد نجنيب بيضايي يوه بل عمده برياليتوب دۍ چې د اجراآتو دڅيړنې د كړنلارې په پراختيا او جوړولو سره د پوهنې وزارت منسوبين په منظم ډول ترڅيړني لاندې نيول كيږي چي دې كار په وزارت كي ګټورې او مثبتې پايلې ترلاسه كړي دي. د څيړنې ارزښت په دې كې دۍ تر څو هغه كمزورې، پياوړې ټكې، فرصتونه او ګواښونه چې د پوهنې وزارت كاركوونكي ورسره مخامخ دي په دقيق ډول وپيژندل شي او له كمزورو او پېاوړ ټكو له درك كولو وروسته د كار په برخه كې شته ستونزې آوارې شي، د يوه څرګنده خبره ده د څارنې او څيړنې بهير د مديريت او ادارې په برخه كې په دقيق ډول فوق العاده ارزښت لري.

د بشري سرچېنو د پراختېا رياست  دمركزي رياستونو او د تخنيكي، د ښوونكو دروزنې، اسلامي زده كړو او دليك لوست زده كړو دمعينيتونود مشرتابه هيآتونو په ګډون  د پوهنې وزارت دټولو كاركوونكو د ظرفيتونو دلوړولو په برخه كې د ادارې او منجمنت، اداري اصلاحاتو، د رتبو او معاشونو دسيستم ، د ملكي خدمتونو دكاركوونكو د قانون او د مامورانو د تقاعد د د كړنلارې په اړه دوولس ورځني سمينار جوړ كړۍ دۍ. دغه راز د پوهني وزارت د بشري سرچينو د پراختېا رياست د ملكي خدمتونو د انستيتوت او د ريمو د برخي په همغږۍ او همكارۍ سره يي د ظرفيتونو دلوړولو په نامه يو روزنيز مركز پرانيستۍ دۍ  چې په كې د انستيتوت د تكړه او مجربو استادانو له خوا د پوهنې وزارت منسوبېنو ته زده كړه كيـږي.  ددغه رياست روزنېز فعاليتونه نه يوازې په كابل كي روان دي بلكي، د هرات،  نيمروز، بدخشان، بغلان، سرپل، فراه، جوزجان، بلخ،كندز، تخاروبدخشان په ولايتونو كې ددغو ولايتونو دپوهنې د رياستونو مشرتابه هياتونو او منسوبينو ته د بشري سرچينو له نوي سيستمونو څخه د پوهاوي بېلابېل روزنيز سيمينارونه او وركشاپونه جوړ شوي دي.  

د پوهنې وزارت دبشري سرچېنو د پراختېا رئيس وايي: افغانان تكړه او با استعداده خلكي دي خو جګړه او بدبختي ددي سبب شوي چې دغه افغانان پرديو هيوادونو ته مهاجر يا هم په له سترګو څخه پټ كړي. دده په وينا،  ددولت په تيره بېا د پوهنې وزارت په مديريتي څوكېو كې  دمسلكي او تكړه كارپوهانو جذب استخدام چې له تشكيلاتي پلوه يو مهم او لوې وزارت بلل كيږي، يو پرخليك جوړونكۍ او اغيزمن نوښت دۍ.

 دپوهنې وزارت  د ټولو منسوبينو د سوانحو د فترونو د ثبت او راجستر كولو په موخه  د يو لوې او منظم ديتابيس جوړول،  چې په كې د سوانحود د فترونو څيړنه، د منفك شويو كسانو د دوسيو بيلول،  تقاعد ته دسوق لپاره د لنډو سوانحو برابرول، د وزارت آرشيف ته د متقاعدينو د سوانحو ليږل، په اړوندو دوسيو كې دمنفك شويو كسانو د سوانحوليكل، په ځانګړو آلمارېوكې د منفكيانو د سوانحو د دفترونو تنظيمول، اړوندو مراجعو ته د معلوماتي مكتوبونو ليږل، د سوانح په دوسيو كې د مكتوبونو معامله كول او د نويو ټاكل شويو افرادو د سوانحو جوړول  هم د ښاغلي بضايي له نوښتونو څخه دي ، چې تر اوسه پورې د پوهنې وزارت د ۲۹۶۰۰ كاركوونكو د سوانحو دفترونه په كې ثبت او راجستر شوي دي. د يادونې وړ ده چې د بشري سرچېنو د پراختېا رياست كاركوونكو په دې وروستيو وختو كې د سوانح د هغو دفترونو دڅېړني په موخه يو ډله ييز كار پيل كړې چې په تيرو څلويښتو كلونو كې نه وو څيړل شوي او په دوه مېاشتو او پنځلسو ورځو كې د اوويا زرو دوسېو په څيړنې بريالي شوي دي. بايد وويل شي چې اوس د بشري سرچېنو  درياست ټولې ورځني چارې په الكترونيكي ډول د كمپيوټر او انترنټ په مرسته پرمخ بېول كيږي. له هغو ستونزو سره سره چې په بيلابيلو برخو كې د هيواد د پوهنې په برخه كې شته كولاي شو ووايو چې ښاغلي بيضايي د مديريت لپاره دظرفيت دپروګرام يو بريالۍ متخصص دۍ.

ښاغلي بيضايي له نړيوالو تمويلوونكو څخه يادونه وكړه ويي ويل: نړيوال دونران د هيواد، په تېره بېا د پوهنې  دسيستم د بېارغاونې په برخو كې ارزښتناكه رول لري، خو دا كار تكړه افغان متخصص او د هغه ښه مديريت پورې  اړه لري چې څنګه وكړاي شي نړيوال دونران جذب او دهيواد په پراختېا او بېا رغاونه كې د هغوې له مرستو څخه پرځاې استفاده وكړي. د امريكا دمتحده ايالاتو پرمختيايي ادارې په دې وروستيووختو كې د هېواد په بېلابېلو برخو كې يو شمېر روزنېز مركزونه جوړ كړي دې چې د انګليسي ژبې او پروګرام جوړونې په برخو كې په كې تدريس كيږي، بايد وويل شي : چې دغه مركزونه په مجهزو كتابتونونو او انټرنټي آسانتېاوو باندې سمبال دي او د ښوونې او روزنې او سلامشورې نور خدمتونه هم وړاندې كوي چې د زده كوونكو د ظرفيتونو دكچې د لوړولو سبب ګرځي. دغې ادارې دغه راز ۳۸ كمپيوټرونه، ۳۳ سكنرونه او ۴۳ پرنټرونه د پوهنې وزارت د بشري سرچينو د پراختېا د رياست په واك كې وركړې دي چې دغه ټول كمپيوټرونه له انټرنټ سره وصل دي او د ورځنېو چارو د ترسره كولو ترڅنګ په ديتابيس كې د منسوبينود سوانحود دوسيود ثبت او راجستر په برخو كې هم ترې استفاده كيږي.

ښاغلي بيضايي له دي نه مخكې په نورو مهمو دولتي پستونو لكه د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون د ټاكنو دبورد د لومړني كميشنر، ددغه بورد د لومړني رئيس، د پوهنې وزارت د سلاكار، د صدارت د كنترول او پلټني سرمفتش، د صدارت دمقام د پذيرش او عرايضو رئيس، د صدارت د چارو د ادارې دويم مرستيال، ددغي ادارې لومړۍ مرستېال او نورومهمو څوكيو كې دنده ترسره كړې ده چې په دغو ټولو برخو كې يي د كتنې وړ برياليتوبونه لرلي دي.

سره له دې چې  د پوهنې وزارت د بشري سرچېنو د پراختېا رياست د يادونې وړ پرمختګونه او لاسته رواړنې لري، خو ښاغلي بيضايي دغه برياليتوبونه كم بولي او په لا زيات كار او هلوځلو باندې ټينگار كوي. 

دبریاليتوب د داستانونو چمتو کوونکي او راټولوونکي: د پروګرامونو د طرحې او مدیریت د لوې ریاست د اړیکو او له تمویلوونکو سره د همغږۍ مدیر ښاغلۍ احمد جواد اکبری  او ددغه لوې ریاست د اړیکو او رسنېومسوول ښاغلۍ عبدالوحید خاوری 

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS