ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزارت دمعلوماتي تكنالوژۍ رييس

ايمل مرجان :

  د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزارت دمعلوماتي تكنالوژۍ رييس

كه چيرې لاس خپل جيب يا لاسي بكس ته دننه كړۍ ښايي د كتنې وړ هغه ګټه ترلاسه كړۍ چې د جانبي شموليت    او مديريت لپاره د ظرفيت پروګرام پكې رول لوبولى  وي او ددولت نه بهر ډير كم كسان له دې موضوع سره بلد دي   په دې ګټه كې يو دانه موبايل شامل دي. که چیرې نن مونږ افغانستان له هند هيواد سره پرتله كړو  چې د تكنالوژۍ په برخه كې زيات شهرت لري نو په ډاګه كيږي چې دافغانستان زيات خلك موبايل ته لاسرسي لري .

په دې سترپرمختګ او بدلون كې يو بامسووليته پاليسي جوړونكۍ انجينير چې د جانبي شموليت د پروګرام او دمديريت لپاره  د ظرفيت پروګرام له لارې استخدام شوى دى ستر او اغيزمن رول لري ، يوشمېر كسان دمخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ له رييس ښاغلې ايمل مرجان سره بلدتيا لري كه چيرې دده د ليكل شوى  پاليسۍ، اقتصادي او ټولنيزه پايله  وګورۍ خپله به دده  د اجرآتو ستاينه وكړۍ .

د مخابراتو پرمختيايي پاليسي د هغو مقرراتو او قواعدو مجموعه  ده چې د څه دپاسه يو اعشاريه دريو ميلياردو امريكايي ډالروپه  بهرنۍ پانګې اچوونې سره د يورقابتي بازار د بنسټ د ډبرې د ايښودو  سبب شوه.

 په ۱۳۸۷ كال كې د مخابراتو سكتور د دولت عوايدو ته سل ميلونه امريكايي ډالره ګټه رسولي ده ،داچې د دغې پانګې اچوونې ورځنۍ پايله څه ده دمعلوماتو د ترلاسه كولو لپاره په دې برخه كې لانديني موارد وګورۍ:

په رقابتي بازاركې د هيواد په سلو كې د دوه ديرشو وګړو د ونډې په پايله كې په ۲۰۰۲ كال كې د موبايل دترلاسه كوونكو شمير له ۱۵۰۰۰ زرو خه اتو ميليونو تنو ته لوړ شوى دى .دوه اعشاريه پنځه سوه شپږ اويا مخابراتي ستيشنونه  په ۲۵۰ ښارونو، ښارګوټواو نورو ګڼ ميشتو سيمو كې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسۍ امكانات برابروي چې په پايله كې د هيواد په سلوكې پنځه اويا تنه وګړي له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلي .

په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې د سيمه ييزو ټيليفونونو د تماسونوپيسې له صفر اعشاريه ديرشو امريكايي ډالرو څخه د ۲۰۰۷ ميلادي كال د دسمبر تر مياشتې پورې ۰،۰۲ سنټوته ټيټې شوې ده.په ۲۰۰۲ كال كې د نړيوالو ټيليفونونو د تماسونوپيسې له يو اعشاريه اتيا امريكايي ډالرونه د ۲۰۰۷ ميلادي كال ددسمبر ترمياشتې پورې صفر اعشاريه شلو امريكايي ډالرو ته راټيټه شوې ده. دغه راز په ۲۰۰۲ كال كې دسيمكارتونو بيه له درې سوو امريكايي ډالرو څخه د ۲۰۰۷ كال د دسمبر په مياشت كې يو امريكاېې ډالرته راټيټه شوه. لنډه دا چې دغې پاليسى د مخابراتو دموجودو مقرراتو او قانون چوكاټ چې دپانګې اچوونې سبب شوه د پرمختللو مخابراتو بنسټ جوړ كړۍ دۍ. 

ښاغلي مرجان د خپلو ځانګړو دليلونو له امله په دغه وزارت كې كاركوي او د ده داستان په زړه پورې او ارزښتناكه دۍ له ښاغلي مرجان سره نورهمكاران يي هم شته چې دمديريت لپاره دظرفيت د پروګرام له لارې استخدام شوي دي چې ددغه پروګرام له لارې په وزارتونو او دولتي دايرو كې موظف دي . دغه پروګرام دغه راز د پاكستان ، ايران، اروپا، امريكا اوآستراليا له هيوادونو څخه دمرجان په شان د نورو مسلكي افرادو په جلبولو او جذبولو هم بريالـى شوى دى .

خبره داده كه چيرې مسلكي او كارپوهو افرادو ته دپاليسۍ د تطبيق او پلي كولو واك وركړل شي دوې كولاې شي په لوړو څوكيو كي استخدام شي او د واك لرلو په صورت  كې اغيزمن اومثبت بدلونونه راوړي ، ښاغلي مرجان دمديريت لپاره دظرفيت د پروګرام داغيزمنتيا او كارنده رول او ونډې قدر كوي.

سربيره پردې ښاغلي مرجان نه يوازې د پاليسۍ جوړولو اسعتداد لري بلكې د يو انجينير په شان په تخنيكي موضوعګانو باندې هم واكمن دۍ . ده په جلال آباد كې د ساينس او اسلامي ټكنالوژۍ په پوهنتون كې د كمپيوټر ډيپارتمنت جوړكړ او اوس په كابل پوهنتون كې د استاد په توګه كله كله تدريس كوي .

په دې اړه چې دغه موضوع زيا ته تخنيكي ده انديښنه مه كوۍ ، ښاغلي مرجان يو فعال او تكړه شخص دۍ د خبرو ښه ځواكمني لري او په څو عبارتونو كې زه هغه د يوداسې افغان او شخص په توګه پيژنم چې په دې بريالى شوۍ چې ځان يوه ځانګړي ځاې ته ورسوي دده داستان دبرياليتوب څرګندوې او ډيرګټور او روزنيزا دۍ او دغه راز د هغه پروګرام استازيتوب كوي چې اوسه پورې له سترګو څخه پټ و، مونږ هره ورځ د مرجان په شان اتلانو ته اړتيا لرو ،آيا داسې نه ده؟ 

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS