ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
په اروپايي هېوادونو کې د ميشتو  افغاني کارپوهانو د استخدام پروگرام (PAEP EU)                                       

په اروپايي هېوادونو کې د ميشتو  افغاني کارپوهانو د استخدام پروگرام (PAEP EU)

د افغانستان د بېا رغاونې لپاره د نړيوال وجهي صندوق له هيواد نه بهر د افغانى کارپوهانو د استخدام د پروگرام  په بشپړې همغږۍ  سره ددغې پروژې موخه په اروپا کى  له ميشتو افغاني كارپوهانو سره د مرستى د كچې لوړول و  ترڅو د ملکى خدمتونو د پاليسي جوړولو او د ظرفيت د لوړوالى په برخو كې ګام پورته كړې او په دې ترتيب سره  د هيواد د بيارغاونې  په بهير کى رغنده رول ولوبوي .دغې پروژې چې د ۲۰۰۷ ميلادي كال په لومړيو كې پيل شوه هڅه وكړه چې د ملكي بنسټونو د اصلاح او د پالسي جوړولو لپاره د ظرفيتونو  د لوړولو په موخه  كابو هغه دوه ويشتوتنو افغان متخصصين چې دبيا ودانولو او پراختيا په برخو كې زياتې تجربې لري، وګوماري او له دې لارې د دولت په  بيلابيلو ادارو كې بنسټيز اصلاحات پلې كړي.

 د پروګرام موخې:
ددې پروژې موخه د وړتيا پربنسټ د استخدام د يو غوره سيستم رامنځته كول وو چې د ضروري او اغېزمنو ميكانيزمونو او پروسيجرونو نه په استفادې سره د اروپا د اتحاديي په هيوادونو كې ميشت كابو دوه ويشت تنه تجربه لرونكي او تكړه افغان كارپوهان په ګوته، استخدام او اړوندو اداو ته ېې  د غوره خدمتونو د وړاندې كولو په خاطر وروپيژني.

د پروګرام تطبيق:
د كډوالو نړيوال سازمان ددې پروژې د استخدام لومړنى چارې پرمخ بيولې چې په كې د بستونو اعلان، د كارموندلو دغوښتنليك د ستندرد فورم برابرول، د كانديدانو له خوا دغوښتنليكونو ترلاسه كول او افغان متخصصينو ته د لازمو معلوماتو وركول شامل وو البته لوژيستيكي او مالي چارې هم د كډوالو د نړيوال سازمان له خوا اداره كيدي. وروسته د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون اجرائيوي كميټې او د ظرفيتونو د لوړوالي دارالانشا دپروګرام لپاره ستراتيژيكه كړنلاره غوره كړه او د متخصصينو لپاره ېې هغه دولتي ادارې چې لومړيتوب ېې درلود پيشنهاد كړي. او د استخدام د بهيرزياتره مسووليت ېې په غاړه واخيست.



 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS