ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
ميرمن ضياګل سلجوقى : د انرژى او اوبو وزارت د پلان او له تمويلوونكوسره د اړيكو دهمغږۍ رييسه
ميرمن ضياګل سلجوقى :

 د انرژى او اوبو وزارت د پلان او له تمويلوونكوسره د اړيكو دهمغږۍ رييسه

كابل ښار نور تياره نه دي له زياتو ستونزو او خنډونو سره سره ( د اقتصاد) ښونې او روزنې ، روغتيا او د ژوندانه نورې برخې د بريښنا د شبكې په جوړولو او ويشلو سره د ودې او پراختيا په حال كې دي ، په زرګونو هكتاره زراعتي ځمكه د نويو كانالونو له جوړولو او ترميمولو څخه ګټه اخلي . د اوبو او بريښنا وزارت ارزښتناكه خدمتونه نور له سترګو څخه پټ نه دي او په دغو ټولو پرمختګونو او پرمختياووكې نه شو كولاې د يوى انجنيرې ميرمنې ارزښتناكو خدمتونو باندې سترګې پټي كړو .

د افغانستان په مهمو څوكيو كې د ښځو لپاره دنده آسانه نه ده ، خو داسي تكړه او وړې ښځې شته چې د خپلې لارې ټول خنډونه ماتوي او په ټولو ستونزو باندې په برياليتوب سره ځانته د پرمختګ لاره آواروي . دوې نه يوازې افغاني ټولنې بلكې ټولو نړيوالو ته ثابتوې چې( تصميم د برې لمړې شرط) د ى يعنې كه څوك اراده وكړې نو برياليتوب ته رسيږي .

ميرمن ضياګل سلجوقي يو تكړه او با استعداده انجينره ده او د طالبانوترراتګ پورې د زياتو كلونو لپاره د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت په بيلا بيلو برخو كې يي د اوبو او بريښنا د انجنيرې په توګه دنده اجرا كړې ده .د تورتم په دوره كې طالبانو هم د روښانه راتلونكې هيله ژوندۍ وساتله او هغوې يې ښوونې او روزنې ته وهڅول ، د طالبانو له راپرزيدو وروسته ميرمن سلجوقي بيا خپلي دندې ته ځي او دا هغه وخت دي چې د ادارې اصلاحاتو اوملكې خدمتونو خپلواك كميسيون د پروګرامونود طرحې او مديريت لوې رياست د ميرمن سلجوقي په شان مشخصو او مسلكي اشخاصو ته د جانبي شموليت ، او د مديريت لپاره د ظرفيت پروګرامونه او نور روزنيز امكانات او فرصتونه برابر كړل . ميرمن سلجوقي د جانبي شموليت د پروګرام له لارې د اوبو او بريښنا په وزارت كې د پروژو د طرحې او پروګرام جوړولو د رييس په توګه وټاكل شوه  او اوس په دغه وزارت كې د پلان او اړيكو د همغږۍ د رييسې په توګه كار كوي .

د امنيتي ستونزو، د اوبو او بريښنا په پروژه كې نه پانګه اچونه ، كمزورو قراردادونو ، د مسلكي او ماهرو افرادو د نشتوالي ، د تداركاتو د اوږدې او پيچلي پروسي او د نورو امكاناتو د نشتوالي په شان له زياتو ستونزو سره سره كولاي شو ووايو چې ميرمن سلجوقي په خپل كار كې بريالۍ ده چې له نورو همكارانو سره د دغه وزارت د پروګرامونو په تطبيق كې يى د كتني او يادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه كړي دي چې ځيني يې په لاندې ډول دي :

* د ۱۳۸۶ او ۱۳۸۷ كلونو په ترڅ كې په سلو كې د څلور اتيا پرمختيايي بودجې په لګولو سره د اوبو او بريښنا وزارت د نورو وزارتونو په سركې راغى
* د اوبو او بريښنا د قوانينو او ستراتيژيو ترتيب او تدوين .
* د اوبو د پاليسۍ تدوين او ترتيب چې په هيواد كې عمده ارزښت لري .
* د اوبو لګولو د كوچنيو او منځنيو سيستمونو بيا ر غاونه 
* له مرستندويو سرچينو او له غير دولتي او بهرنيو ارګانونو سره د اړيكو ټينګښت
*  د اوبو او بريښنا په دواړو سكتورونو كې د پروژو ترتيب او تنظيم .
* دترتيب شويو پروژو په اړه له مرستندويو سرچينو او له ماليى وزارت سره خبرې 
* د اوبو او بريښنا په سكتورونو كې د پنځه شپيتو روانو پروژو تطبيقول او څارل 
* د اوبو او انرژۍ په سكتورونو كې د لنډ مهالو ، اوږدمهالو او منځمهالو پلانونو جوړول 
* دغه ټول برياليتوبونه د ميرمني سلجوقي له فعالې ونډى او مرستي پرته امكان نه لري ميرمن سلجوقي په ټلو پروژو كې اساسي ونډه درلوده ( د پروژو په برابرولو كې د لومړنيو څيړنو د سروى او د دغو پروژو په بشپړيدو كې هم د سلجوقى كار د ستاينې وړ دى . د غه راز د پروژو مالى چارې او د هغو تطبيق هم د ميرمني سلجوقې له خوا څارل كيدل .

ميرمن سلجوقې د پروژو د مقدماتي سوړې او د هغو د تطبيق د څارلو په خاطر ولايتونوته زيات سفرونه كړې دي او د خپلو كاركونكو د  كارې ظرفيتونو د لوړولو په خاطر يي د هيواد په دننه او بهر كې بيل بيل روزنيز پروګرامونه جوړ كړې دي .

نن د ميرمنې سلجوقي د ارزښتناكو خدمتونواو زيارونو په پايله كې خلكو د هيواد په بيلا بيلو سيمو ، كابل ، پلخمرې جبل السراج ، چاريكار ، ګلبهار ، كندز ، بلخ او هرات په ولايتونوكې د جګړې له پرله پسي كلونو وروسته له بريښنا څخه استفاده كوي . په زياتو نورو پروژو باندې هم كار روان دي چې په بشپړيدو سره به يي د افغانستان ټول ولايتونه بريښنا ولري .

له دوامداره وچكاليو وروسته د اوبو د كوچنيو بندونو بيا رغاوني و هيواد بزګرانوته د دې فرصت برابر كړ چې خپل كرنيز محصولات لوړ كړې د افغانستان د څلور ديرشو ولايتونو كې شپږسوه زره كورنۍ د اوبو لګولو د سيستم له بيا رغاونې څخه ګټه واخيستله د اوبو لګولو ښه سيستم د دې سبب شوى چې لومړني كرنيز محصولات غنم ، اوربشي ، وريجې خټكې او هندواڼې د كاتنې وړ زياتوالي ومومي . سربيره پردې د اوبو د بندونو بيا رغاونې او د اوبو په سكتور د نورو پروژو تطبيق دغه وزارت په دې بريالۍ كړ چې د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو كې د څښاك روغتيا يي اوبه برابرې كړې . سربيره پردې په روان او راتلونكو كلونو كې د څه رپاسه پنځه شپيتو پروژو د تطبق څارنه كوي . له دغو ټولو پروژو څخه به د بيلابيلو ښارونو ، ولسواليو اوكليو خلك به له دواړو سكتورونو يعني اوبو او بريښنا څخه استفاده وكړي . دغه ټول زيارونه او هڅې يوازې د ميرمن سلجوقي نه دي بللي دغه ميرمنه د هغو دوه اويا تنو مديرانو په جمله كې ده چې د مديريت لپاره د ظرفيت د پروګرام له لارې په وزارتونو او نورو دولتي بنسټونو كې استخدام شوي دي . د مديريت لپاره د ظرفيت پروګرام هغه ارزښتناك بهير دي چې د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو د خپلواك كميسيون د ظرفيتونو د لوړولو رياست له لارې د ادارې اصلاحاتو د بهير د پياوړتيا او پرمختيا او د افغانستان په ټولو وزارتونواو دولتي اداروكې د لويو مديريتونو د برخو د ښه كولو په خاطر تطبيقيږي .

دغه پروګرام بريالې شوې دي چې د پاكستان ، ايران ، اروپا ، امريكا او استراليا هيوادونو څخه افغان كارپوهان او متخصص جذب او د لياقت تجربو او وړتيا پر بنسټ د مديريت او مشاوريت په كليدي څوكيو استخدام شي .

موضوع دلته ده كه چيرې مسلكى او د ځانګړو مهارتونو لرونكو افرادو ، ځانګړې معيارونه او د پاليسي د پلي كيدو او تطبيق واك وركړل شي هغوي كولاي شي په سترو څوكيو كې د استخدام په صورت كې او د مدير په توګه د واك په لرلو سره د بدلونونو او اصلاحاتو په راوړلو كې اغيزمن رول ولوبوې . ميرمن سلجوقي او همكاران يي ادعا كوي چې د مديريت لپاره د ظرفيت پروګرام د مثبتو بدلونونو او د اغيزمنو خدمتونو په وړاندې كولو كې څومره ګټور او اغيزمن پروګرام دى .

ميرمن سلجوقي په دې باور ده چې ښځې نه يواځې په افغانستان كې بلكې په ټوله نړۍ كې په خپل كارې چاپيريال كې له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي خو نوموړې ښځو ته وړانديزكوي چې له ستونزو سره مبرزه وكړي هره ورځ خپلى تجربې او زده كړې لوړې كړې او د ستونزو او خنډونو په وړاندې ماتي و نه مني ميرمن سلجوقي په بهر كې ميشت ماهرى او په كار پوه ښځې هڅوې چې د مديريت لپاره د ظرفيت د پروګرام په شان د نورو اغيزمنو پروګرامونو له لارې د هيواد په بيا آبادولو كې ونډه واخلي ، د مديريت لپاره د ظرفيت پروګرام ماهرو او كارپوهو افغانانو لپاره ښه فرصتونه او فردي ودي او د مسلكى تجربو او زده كړو د لوولو د پياوړتيا او دغه راز خپلو هيوادوالو ته د ګټورو خدمتونو د وړاندى كولو لپاره غوره زمينې برابرې كړى دي . 

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS