فرامين


دمديريت لپاره دظرفيت د پروګرام له لارې د افغان متخصصينود استخدام په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حا مد كرزي فرمان

ګڼه ۶۶
د ۱۳۸۷ كال دثور دمياشتې شپږ ويشتمه نيټه
د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو د ظرفیت د لوړوالي لپاره او هم د هیواد په بیا رغاونه کې د افغان ماهرینو د وڼدې لرلو لپاره لاندې مراتب منظوروم.
لومړی ماده: په وزارتونو او نورو دولتي ادارو كې  د افغان متخصیصینو او ماهرینو په کار ګومارل باید د وړتيا  او لیاقت  له په پام کې نیولو سره له قومي ، ژبنيو او مذهبي تعصباتو پرته ترسره شي.
دویمه ماده: وزارتونه او نورې حکومتي ادارې د پروګرام د کړنلارې او ضرورت له په پام کې نیولو سره هغه دندې چې د حکومت په تشیکل دي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون  د ظرفیتونو لوړوالي ریاست ته پیشنهاد کړي.
دریمه ماده: سیاسي دندې په وزارتونو او نورو حکومتی ادارو کې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نه راځي.
څلورمه ماده: د افغان ماهرینو تنخاګانې او داسې نور امتیازات د پروګرام د معیارله په پام کې نیولو سره د امانت صندوق له خوا چې په دې منظور جوړ شوی دی، ورکول کیږي.
پینځمه ماده: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون مؤظف دی تر څو د امانت له صندوق څخه د پرځای استفادې لپاره او هم د پروګرام د ښه تطبیق لپاره یوه ځانګړې کړنلاړه جوړه کړي.
شپږمه ماده: په هغه کړنلاره کې تعدیلات چې په پنځمه ماده کې ذکرشوي دي د ضرورت په وخت کې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ریس له خوا د رهبری کمیټې په سلا مشورې سره ترسره کیدای شي.
اوومه ماده: دغه فرمان د توشیح له نيټې څخه نافذ او باید په رسمي جریدې کې خپور شي.
حامد کرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رييس

 
 
اعلانات
 
  اخبار جدید: د (١٠) پروبروزلونو لاس ته راوړل  د (١٤٨) کارپوهانو د استخدامولو لپاره چي د (MCP) پروګرام له طريقه کيږې . د استخدام پروسه په نږدي کي پيل کيږي . ***** د پروگرامونو د پراخوالى غوڼده پرانيستل شوه د  ***** د دوهمي بهيرمربيگري (coaching) ورکشاپ د (٦٢) تنو بهرني او افغاني مربيانو  لپاره دايره شوه .  
   
 

 د اداري اصلاحاتو اوملكې خدمتونود خپلواك كميسيون په چوكاټ كې د پروګرامونو دطرحې او مديريت د لوۍ رياست په اړه خبرتيا
دنورو معلوماتو لپاره

د مدیریت لپاره د ظرفیت د پروگرام (MCP) د کار موندلو خبرتیا:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د د پروګرامونو د طرحې او مديريت لوې ریاست چې اصلي موخه یې په ملي او نړیواله كچه د کارپوهانو په استخدامولو سره په وزارتونو او نورو حکومتي ، غواړي د نوموړي لوې ریاست له لارې د حکومت د تشکیل په لوړو او نیمه لوړو ( ۱، ۲ او ۳) بستونو کې... دنورو معلوماتو لپاره

شکايتونوته د رسيدني کړنلاره:
شکايتونو ته د رسيدني کړنلاره داسي يوه تگلاره ده چي گته اخيستوونکي انگيري چي مسايل او موضوع گاني د هغوي د غوښتني او هيلي او د پروگرام د مقرراتو پر بنست سرته ندي رسيدلي...دنورو معلوماتو لپاره

 

 په بهر کې د میشتو افغانانو او د جانبي شمولیت پروګرامونه چې افغان ماهرین او کارپوهان په دولتي ادارو کې په دندو ګماري، ډیرې د پام وړ او ګټورې پایلې لري او د اقتصاد له پلوه هم ډیر ګتور دي.  احمد مشاهد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس. 

   

 

 

د بهرنيو چارو وزير ښاغلي ډاکتر رنګين اسپنتا سره مرکه

په هيواد کې درى لسيزې جګړې د دې لامل شوې تر څو د افغانستان ډيرى تجربې لرونکي کادرونه نورو هيوادونو ته مهاجر شي. په دې ترتيب سره، په دولتي ادارو کې د ظرفيت نشتوالى، په خاصه توګه هغه د تجر
بې او تحصيل خاوندان چې د معاصرې ټکنالوجي سره بلتيا لري، د افغانستان د دولت يو له اساسي ستنزو څخه شميرل کيږي. دنورو معلوماتو لپاره

   

 

 

"د معلوماتي تکنالوژي او مخابراتو وزارت په تیرو څلورو/پینځو کالونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې دغه لاسته روانې پرته له جانبي شمولیت د کارپوهانو له هاند او هڅو څخه چې د دغه وزارت په لاسته راوړنو او استراتیژیکو موخو کې یې د کاري ټیم د وګړو په توګه ډیرزیار ګاللی، بې له شکه نا ممکنې دي". ښاغلی امیرزی سنګین، د معلوماتي تکنالوژي او مخابراتو وزیر 

   

 

Osmani1.JPG  

روح الله عثماني د پروگرامونو دطرحی او مدیریت لوی رییس

په ځانګړي ډول د AEP او LEP پروګرامونو د پاليسي او اداري اصلاحاتو، د بشري سرچينو مديريت او داسې نورو پروګرامونو باندې چې د ظرفيتونو د لوړوالي له پلوه په لوموړيتوب کې دي ټينګار کوي. د دغو پروګرامونو له لارې له ٢٤٠ تنو څخه زيات افغان کارپوهان د مشاوريت او مديريت په لوړو بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي. د يو لړ ننګونو سربيره، د AEP او LEP پروګرامونو و کولاى شول ترڅو د دولتی ادارو د ظرفيتونو د لوړوالي په برخه کې رغنده رول ولوبويي. دنورو معلوماتو لپاره

 

 

 

PROSCA

د بریا لیتوب داستان

ميرمن ضياګل سلجوقى :
 د انرژى او اوبو وزارت د پلان او له تمويلوونكوسره د اړيكو دهمغږۍ رييسه....دنورو معلوماتو لپاره

ايمل مرجان :
د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزارت دمعلوماتي تكنالوژۍ رييس....دنورو معلوماتو لپاره

جستجو کن

پروګرامونه


د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام ( MCP)

د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام چې موخه یې په لنډ مهاله توګه په وزارتونو کې د مشاورینو په ګومارلو سره د ډونرانو له خوا د مدیریت لپاره د ظرفیت د مشورتي همکاریو را مینځته کول دي، د افغانستان لپاره د امانت صندوق له خوا تمویل کیږي...دنورو معلوماتو لپاره

له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانود استخدام پروګرام (AEP)
شا ليد

د ظرفیتونو په رامنځته کولو کې، له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانو د استخدام پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت  جوړولو د پروګرامونو له لارې یو ډیر ښه او ځانګړۍ پلان دی. د دغه پروګرام موخه په نړیواله کچه په بیا رغاونه او دهیواد په پرمختگ کې د ښې تجربې لرونکو او ماهرو افغانانو لټون او په وزراتونو او نورو دولتی ادارو کې د حکومت د کارونو د ښه اغیزمنتیا او اساسی اصلاحاتو د بهير د څارنې لپاره په دندو ګومارل دي...دنورو معلوماتو لپاره

د جانبي شمولیت پروګرام  LEP
شا لید
دغه  پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت د لوړوالي د ریاست  له لارې  چی اوس یې نوم د پروگرامونو د طرحې او مدیریت په لوې ریاست باندې بدل شوی دی د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ځانګړی شوی دی. په داسې حال کې چې له بهرڅخه د افغان کارپوهانو د اسخدام د  پروګرام له لارې افغان متخصیصین د مشاوریت په بستونو کې ګومارل کیږي خو د حکومت نور لوړ مدیریتي بستونه چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره مهم بلل کیږي د متخصیصینو د نشتوالي له امله له زیاتو  خنډونو سره لاس او ګریوان دي...دنورو معلوماتو لپاره

د كورنيو بنسټونو د پرمختيا د پروژې لنډه څپړنه ( NIBP )
د كورنيو بنسټونو د پرمختيا پروژه چې څه دپاسه د يو سلو پنځلسو ميليونو امريكايي ډالرو په بودجې سره د يو ان ډي پي او د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو د خپلواك كميسيون تر منځ لاسليك شوې ده ، د يو ان ډي پي د پروژو د برياليو تجربو پربنسټ هره يوه د افغانستان د عامه خدمتونو لپاره د ظرفيت پروژه  (CAP) او د عامه خدمتونو د مشرتابه د ودې پروژه ( CSLD  ) نوميږې، جوړه شوې ده او د دغې پروژې د تطبيق په موخه د (CAP اوCSLD) له پروژو څخه تر لاسه شوې تجربې د ولايتونو او ولسواليو په كچه د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د دولت لپاره د لازمو ،منسجمو او پراخو مرستو او همكاريو د برابرولو لپاره تر يو واحد چوكاټ لاندې كارول كيږې...دنورو معلوماتو لپاره

جستجو کن

.

جستجو کن
 

 

کورپاڼه|زموږ په هکله|اعلان پست ها|اړيکي|دتصويرنو ارشيف| له مونږ سره اړيکه|Privacy Policy
Copyright (c) 2005 All Rights Reserved. Independent Administrative Reform and Civil Service Commission