د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام ( MCP) د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام چې موخه یې په لنډ مهاله توګه په وزارتونو کې د مشاورینو په ګومارلو سره د ډونرانو له خوا د مدیریت لپاره د ظرفیت د مشورتي همکاریو را مینځته کول دي، د افغانستان لپاره د امانت صندوق له خوا تمویل کیږي...دنورو معلوماتو لپاره
له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانود استخدام پروګرام (AEP) شا ليد د ظرفیتونو په رامنځته کولو کې، له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانو د استخدام پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت جوړولو د پروګرامونو له لارې یو ډیر ښه او ځانګړۍ پلان دی. د دغه پروګرام موخه په نړیواله کچه په بیا رغاونه او دهیواد په پرمختگ کې د ښې تجربې لرونکو او ماهرو افغانانو لټون او په وزراتونو او نورو دولتی ادارو کې د حکومت د کارونو د ښه اغیزمنتیا او اساسی اصلاحاتو د بهير د څارنې لپاره په دندو ګومارل دي...دنورو معلوماتو لپاره
د جانبي شمولیت پروګرام LEP شا لید دغه پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت د لوړوالي د ریاست له لارې چی اوس یې نوم د پروگرامونو د طرحې او مدیریت په لوې ریاست باندې بدل شوی دی د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ځانګړی شوی دی. په داسې حال کې چې له بهرڅخه د افغان کارپوهانو د اسخدام د پروګرام له لارې افغان متخصیصین د مشاوریت په بستونو کې ګومارل کیږي خو د حکومت نور لوړ مدیریتي بستونه چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره مهم بلل کیږي د متخصیصینو د نشتوالي له امله له زیاتو خنډونو سره لاس او ګریوان دي...دنورو معلوماتو لپاره
د كورنيو بنسټونو د پرمختيا د پروژې لنډه څپړنه ( NIBP ) د كورنيو بنسټونو د پرمختيا پروژه چې څه دپاسه د يو سلو پنځلسو ميليونو امريكايي ډالرو په بودجې سره د يو ان ډي پي او د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو د خپلواك كميسيون تر منځ لاسليك شوې ده ، د يو ان ډي پي د پروژو د برياليو تجربو پربنسټ هره يوه د افغانستان د عامه خدمتونو لپاره د ظرفيت پروژه (CAP) او د عامه خدمتونو د مشرتابه د ودې پروژه ( CSLD ) نوميږې، جوړه شوې ده او د دغې پروژې د تطبيق په موخه د (CAP اوCSLD) له پروژو څخه تر لاسه شوې تجربې د ولايتونو او ولسواليو په كچه د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د دولت لپاره د لازمو ،منسجمو او پراخو مرستو او همكاريو د برابرولو لپاره تر يو واحد چوكاټ لاندې كارول كيږې...دنورو معلوماتو لپاره
|