فرامين


دمديريت لپاره دظرفيت د پروګرام له لارې د افغان متخصصينود استخدام په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حا مد كرزي فرمان

ګڼه ۶۶
د ۱۳۸۷ كال دثور دمياشتې شپږ ويشتمه نيټه
د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو د ظرفیت د لوړوالي لپاره او هم د هیواد په بیا رغاونه کې د افغان ماهرینو د وڼدې لرلو لپاره لاندې مراتب منظوروم.
لومړی ماده: په وزارتونو او نورو دولتي ادارو كې  د افغان متخصیصینو او ماهرینو په کار ګومارل باید د وړتيا  او لیاقت  له په پام کې نیولو سره له قومي ، ژبنيو او مذهبي تعصباتو پرته ترسره شي.
دویمه ماده: وزارتونه او نورې حکومتي ادارې د پروګرام د کړنلارې او ضرورت له په پام کې نیولو سره هغه دندې چې د حکومت په تشیکل دي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون  د ظرفیتونو لوړوالي ریاست ته پیشنهاد کړي.
دریمه ماده: سیاسي دندې په وزارتونو او نورو حکومتی ادارو کې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نه راځي.
څلورمه ماده: د افغان ماهرینو تنخاګانې او داسې نور امتیازات د پروګرام د معیارله په پام کې نیولو سره د امانت صندوق له خوا چې په دې منظور جوړ شوی دی، ورکول کیږي.
پینځمه ماده: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون مؤظف دی تر څو د امانت له صندوق څخه د پرځای استفادې لپاره او هم د پروګرام د ښه تطبیق لپاره یوه ځانګړې کړنلاړه جوړه کړي.
شپږمه ماده: په هغه کړنلاره کې تعدیلات چې په پنځمه ماده کې ذکرشوي دي د ضرورت په وخت کې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ریس له خوا د رهبری کمیټې په سلا مشورې سره ترسره کیدای شي.
اوومه ماده: دغه فرمان د توشیح له نيټې څخه نافذ او باید په رسمي جریدې کې خپور شي.
حامد کرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رييس

 
 
اعلانات
 
  اخبار جدید: د (١٠) پروبروزلونو لاس ته راوړل  د (١٤٨) کارپوهانو د استخدامولو لپاره چي د (MCP) پروګرام له طريقه کيږې . د استخدام پروسه په نږدي کي پيل کيږي . ***** د پروگرامونو د پراخوالى غوڼده پرانيستل شوه د  ***** د دوهمي بهيرمربيگري (coaching) ورکشاپ د (٦٢) تنو بهرني او افغاني مربيانو  لپاره دايره شوه .  
   
 

 

 د بهرنيو چارو وزير ښاغلي ډاکتر رنګين اسپنتا سره مرکه

په هيواد کې درى لسيزې جګړې د دې لامل شوې تر څو د افغانستان ډيرى تجربې لرونکي کادرونه نورو هيوادونو ته مهاجر شي. په دې ترتيب سره، په دولتي ادارو کې د ظرفيت نشتوالى، په خاصه توګه هغه د تجر
بې او تحصيل خاوندان چې د معاصرې ټکنالوجي سره بلتيا لري، د افغانستان د دولت يو له اساسي ستنزو څخه شميرل کيږي. 

د مؤقتې اداره له جوړيدو څخه وروسته، په بيلا بيلو اړخونو کې د ظرفيتونو د ستنزو د حل په موخه له هيواد څخه بهر د ميشتو افغانانو د استخدام د پروګرام  له لارې د افغانستان د دولت او د نړيوالې ټولنې پروګرام يو ډير مناسب پروګرام وه. د دغه پروګرام له لارې، په دولتي ادارو کې د هغو افغانانو د جذب زمينه برابره شوه چې په پهرنيو مؤسساتو کې يې دندې ترسره کولې. د دغه ستونزې د حل لپاره، له نيکه مرغه هغه تجربه

لرونکي او په شرايطو برابر افغانان چې په بهرنيو هيوادونو کې ميشت وو او له ښو امتيازاتو لرونکي وو، د ظرفيتونو د خلاء د ډکولو لپاره هيواد ته را وبلل شول.

د مثال په ډول، په جمهوري رياست کې زما په شمول دوه کسان نور چې خپلې زده کړې او تحصيلات يې له بهر څخه لاسته راوړي وو، وموغوښتل ترڅو له هيواد څخه بهر د ميشتو افغانانو د استخدام د پروګرام له لارې يې د افغانستان وګړو ته ترسره کړو.

که چيرې مونږ د بهرنيو چارو وزارت له دوو اړخونو څخه وګورو، جوته به شي چې يو وزارت د مدرن اړخ له نظره نه يوازې د سياسي مديريت او د ښه پاليسي جوړښت ته ضرورت لري بلکې د هغه تطبيق ته هم اړتيا ليدل کيږي. له دې نه په نتيجې سره داسې معلوميږي چې له هيواد څخه بهر د ميشتو افغانانو د استخدام پروګرام او هم د نړيوالې ټولنې له نورو پروګرامونو له لارې د افغان متخصصينو استخدامول د عامه خدمتونو په بيلابيلو برخو کې د ظرفيتونو د لوړوالي لپاره ډيره مثبتې  نتيجې او ښه پايلې لري. د بهرنيو چارو وزارت يوازنۍ وزارت دى چې يوازې يو تن بهرنى سلاکار لري چې دا په خپله د کړنو د کاميابي بيلګه ده. 

د افغانستان دولت د ظرفيت لپاره د مديريت له نوي پروګرام څخه چې د ظرفيتونو او تجربو د انتقال ډيره ښه او مؤثر لاره ده، هر کلى کوي. نوموړى پروګرام د جانبي شموليت او له بهر څخه د ميشتو افغانانو د استخدام له پروګرامونو وروسته د افغانستان د دولت لپاره د ظرفيتونو او تجربو دوام مساعد وي.

 

 

 

PROSCA

د بریا لیتوب داستان

ميرمن ضياګل سلجوقى :
 د انرژى او اوبو وزارت د پلان او له تمويلوونكوسره د اړيكو دهمغږۍ رييسه....دنورو معلوماتو لپاره

ايمل مرجان :
د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزارت دمعلوماتي تكنالوژۍ رييس....دنورو معلوماتو لپاره

جستجو کن

پروګرامونه


د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام ( MCP)

د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام چې موخه یې په لنډ مهاله توګه په وزارتونو کې د مشاورینو په ګومارلو سره د ډونرانو له خوا د مدیریت لپاره د ظرفیت د مشورتي همکاریو را مینځته کول دي، د افغانستان لپاره د امانت صندوق له خوا تمویل کیږي...دنورو معلوماتو لپاره

له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانود استخدام پروګرام (AEP)
شا ليد

د ظرفیتونو په رامنځته کولو کې، له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانو د استخدام پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت  جوړولو د پروګرامونو له لارې یو ډیر ښه او ځانګړۍ پلان دی. د دغه پروګرام موخه په نړیواله کچه په بیا رغاونه او دهیواد په پرمختگ کې د ښې تجربې لرونکو او ماهرو افغانانو لټون او په وزراتونو او نورو دولتی ادارو کې د حکومت د کارونو د ښه اغیزمنتیا او اساسی اصلاحاتو د بهير د څارنې لپاره په دندو ګومارل دي...دنورو معلوماتو لپاره

د جانبي شمولیت پروګرام  LEP
شا لید
دغه  پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت د لوړوالي د ریاست  له لارې  چی اوس یې نوم د پروگرامونو د طرحې او مدیریت په لوې ریاست باندې بدل شوی دی د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ځانګړی شوی دی. په داسې حال کې چې له بهرڅخه د افغان کارپوهانو د اسخدام د  پروګرام له لارې افغان متخصیصین د مشاوریت په بستونو کې ګومارل کیږي خو د حکومت نور لوړ مدیریتي بستونه چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره مهم بلل کیږي د متخصیصینو د نشتوالي له امله له زیاتو  خنډونو سره لاس او ګریوان دي...دنورو معلوماتو لپاره

د كورنيو بنسټونو د پرمختيا د پروژې لنډه څپړنه ( NIBP )
د كورنيو بنسټونو د پرمختيا پروژه چې څه دپاسه د يو سلو پنځلسو ميليونو امريكايي ډالرو په بودجې سره د يو ان ډي پي او د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو د خپلواك كميسيون تر منځ لاسليك شوې ده ، د يو ان ډي پي د پروژو د برياليو تجربو پربنسټ هره يوه د افغانستان د عامه خدمتونو لپاره د ظرفيت پروژه  (CAP) او د عامه خدمتونو د مشرتابه د ودې پروژه ( CSLD  ) نوميږې، جوړه شوې ده او د دغې پروژې د تطبيق په موخه د (CAP اوCSLD) له پروژو څخه تر لاسه شوې تجربې د ولايتونو او ولسواليو په كچه د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د دولت لپاره د لازمو ،منسجمو او پراخو مرستو او همكاريو د برابرولو لپاره تر يو واحد چوكاټ لاندې كارول كيږې...دنورو معلوماتو لپاره

جستجو کن

.

جستجو کن
 

 

کورپاڼه|زموږ په هکله|اعلان پست ها|اړيکي|دتصويرنو ارشيف| له مونږ سره اړيکه|Privacy Policy
Copyright (c) 2005 All Rights Reserved. Independent Administrative Reform and Civil Service Commission