د كورنيو بنسټونو د پرمختيا د پروژې لنډه څپړنه ( NIBP )
د كورنيو بنسټونو د پرمختيا پروژه چې څه دپاسه د يو سلو پنځلسو ميليونو امريكايي ډالرو په بودجې سره د يو ان ډي پي او د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو د خپلواك كميسيون تر منځ لاسليك شوې ده ، د يو ان ډي پي د پروژو د برياليو تجربو پربنسټ هره يوه د افغانستان د عامه خدمتونو لپاره د ظرفيت پروژه (CAP) او د عامه خدمتونو د مشرتابه د ودې پروژه ( CSLD ) نوميږې، جوړه شوې ده او د دغې پروژې د تطبيق په موخه د (CAP اوCSLD) له پروژو څخه تر لاسه شوې تجربې د ولايتونو او ولسواليو په كچه د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د دولت لپاره د لازمو ،منسجمو او پراخو مرستو او همكاريو د برابرولو لپاره تر يو واحد چوكاټ لاندې كارول كيږې ، د خپلواكو څيړنو پر بنسټ د سي اي پي او سي اس ال ډي پروژو له لارې د ظرفيتونو د لوړولو لپاره عملي لارې چارې بريالۍ دي .
د دي پروژې موخه د ظرفيتونو د لوړولو لپاره د اغيزمنو لارو چارو په ودې او ټينګښت او د دولتي ادارو د اجرآتو په بهير كې د بدلون راوستلو لپاره د مسووليت په منلو كې د افغانستان د دولت ملاتړ دی چې دا كار په لاندې ډول تر سره كيږې :
الف) د كليدې وزارتونو او د ولايتونو او ولسواليو په كچه د نورو ادارو اوهم دولسواليو په كچه د سيمه یيزو ارګانونو د ظرفيتونو لوړول
ب ) د ملكې خدمتونو د انستيتوت او د ولايتونو ا ولسواليو په كچه په هغه پورې د اړوندو مركزونو او د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو په خپلواك كميسيون پورې د اړوندو پروګرامونو او پروژو د تنظيم او مديريت په موخه د ادارې اصلاحاتو او ملكی خدمتونو د خپلواك كميسيون د پروګرامونو د لوي رياست د ظرفيتونو لوړول .
ټاكل شوې ده دغه پروژه د راتلونكو څلورو كلونو په موده كې د بيلابيلو ادارې او سازماني او دغه راز د هر يو كاركوونكې د ظرفيت د لوړولو په برخو كې چې ددغې پروژې عمده او اساسي موخه بلل كيږې ، له منسجمو او سازمان شويو لارو چارو څخه په استفادې سره تطبيق شي او د اغيزمنو او تكړه افرادو له خوا د غو ره اوبا کیفیته خدمتونو د وړاندې كولو سبب شي .
ددې پروژې په محسوسو پايلو كې د لياقت او وړتيا پر بنسټ د روزل شويو كاركونكو په استخدام سره له بودجې څخه اغيزمنه استفاده او د سازماني جوړښت رامنځته كيدل شامل دي .
د كورنيو كاركوونكو د روزلو دپاليسۍ برابرول لكه څنګه چې د افغانستان د ملي پرمختيا په ستراتيژۍ كې يي يادونه شوې ده او هم له ( ACSI ) سره د مرستو او همكاريو تر سره كول چې د ملكې خدمتونو د روزنې لپاره يو
عمده بنسټ دي او دغه راز ددغه انستيتيوت د زیربنا پراختيا او د اغیزمنو خدمتونو د ترسره كولو په خاطر د هغه له بشرې سرچينو د ښه والي مسووليت ددي پروژې په غاړه دي .
د پوره او ستراتيژيكو همغږيو له رامنځته كيدو څخه د ډاډ د ترلاسه كولو په موخه د كورنيو بنسټونو د پرمختيا پروژه د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو په خپلواك كميسيون كې د عامه ادارې د اصلاح د بهير د مديريت او همغږۍ په برخه كې د كورنيو بنسټونو د پرمختيا له پروژې سره مرسته كوې او هم د ظرفيتونو په لوړولو كې له اړوند بين الوزارتې كميسيون سره د خپل مربوط رياست د جوړولو او ودې په موخه مرسته كوې .
د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو خپلواك كميسيون ديوې دولتي ادارې او له دغې پروژې سره د همكار په توګه ددي پروژې په تطبيق كې د دولت د مشاركت مستقيم مسووليت لرې .
د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو خپلواك كميسيون د پروګرامونو د طرحې او مديريت لوي رياست ددغې پروژې په تطبيق كې فعاله ونډه لرې او د دغې پروژې د كړو وړو د كتنې او څيړنې او متوقعه پايلو او د دغې پروژې له سرچينو څخه د اغيزمنې استفادي په ګډون د دغې پروژې د مديريت په برخه كې مسووليت لري . |