فرامين


دمديريت لپاره دظرفيت د پروګرام له لارې د افغان متخصصينود استخدام په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حا مد كرزي فرمان

ګڼه ۶۶
د ۱۳۸۷ كال دثور دمياشتې شپږ ويشتمه نيټه
د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو د ظرفیت د لوړوالي لپاره او هم د هیواد په بیا رغاونه کې د افغان ماهرینو د وڼدې لرلو لپاره لاندې مراتب منظوروم.
لومړی ماده: په وزارتونو او نورو دولتي ادارو كې  د افغان متخصیصینو او ماهرینو په کار ګومارل باید د وړتيا  او لیاقت  له په پام کې نیولو سره له قومي ، ژبنيو او مذهبي تعصباتو پرته ترسره شي.
دویمه ماده: وزارتونه او نورې حکومتي ادارې د پروګرام د کړنلارې او ضرورت له په پام کې نیولو سره هغه دندې چې د حکومت په تشیکل دي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون  د ظرفیتونو لوړوالي ریاست ته پیشنهاد کړي.
دریمه ماده: سیاسي دندې په وزارتونو او نورو حکومتی ادارو کې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نه راځي.
څلورمه ماده: د افغان ماهرینو تنخاګانې او داسې نور امتیازات د پروګرام د معیارله په پام کې نیولو سره د امانت صندوق له خوا چې په دې منظور جوړ شوی دی، ورکول کیږي.
پینځمه ماده: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون مؤظف دی تر څو د امانت له صندوق څخه د پرځای استفادې لپاره او هم د پروګرام د ښه تطبیق لپاره یوه ځانګړې کړنلاړه جوړه کړي.
شپږمه ماده: په هغه کړنلاره کې تعدیلات چې په پنځمه ماده کې ذکرشوي دي د ضرورت په وخت کې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ریس له خوا د رهبری کمیټې په سلا مشورې سره ترسره کیدای شي.
اوومه ماده: دغه فرمان د توشیح له نيټې څخه نافذ او باید په رسمي جریدې کې خپور شي.
حامد کرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رييس

 
 
اعلانات
 
  اخبار جدید: د (١٠) پروبروزلونو لاس ته راوړل  د (١٤٨) کارپوهانو د استخدامولو لپاره چي د (MCP) پروګرام له طريقه کيږې . د استخدام پروسه په نږدي کي پيل کيږي . ***** د پروگرامونو د پراخوالى غوڼده پرانيستل شوه د  ***** د دوهمي بهيرمربيگري (coaching) ورکشاپ د (٦٢) تنو بهرني او افغاني مربيانو  لپاره دايره شوه .  
   
 

د اداري اصلاحاتو اوملكي خدمتونو خپلواك كميسيون له نړيوالو تمويلوونكو سره خپلي اړيكي لا پسې همغږى او پياوړي كوي.دنورو معلوماتو لپاره

اصلاحات ، برياليتوبونه او ستونزې

د( اصلاحاتود برياليتوبونو او ستونزو) تر عنوان لاندې  ګډ مطبوعاتي كنفرانس د ورې دمياشتې په يوولسمه نيټه 
د اداري اصلا حاتو اوملكي خدمتونو د خپلواك كميسيون  د ريسس او  د پوهنې ، د كرنې، مالدارۍ او اوبولګولواو د كليو دبيا جوړولو او پراختيا د وزيرانو اودمخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ،  د ماليې او دعدليې وزارتو نود معينانو په  ګډون جوړ شو .دنورو معلوماتو لپاره

د افغانى کارپوهانو د استخدام پروګراماوږدېدنه

د افغانستان دولت او د اروپا اتحاديې کميسيون تر مينځ د تفاهمنامى سره سم  د افغانى کارپوهان  ميشټ په اروپا کى د استخدام پروګرام شپږ مياشتى نورهم اوږد شوه،  تر څو د  هيواد د بياودانولو او په ځانگړى توگه د پاليسي جوړولو او دملکى خدماتو  د ظرفيت د لوړوالى لپاره  برخه  واخلى  .

د دى تفاهمنامى پر بڼسټ  ٢٢ تنه افغانى کارپوهان  چى په اروپا کى ميشت دي . پس له پيژندنو د وزارتونو په  مهمو دندو گمارل کيږي  تر څو د هيواد د بياودانولو او  د ظرفيت کمښت  خلاء په دولتى ادارو کى ډکې کړې.

د ادارى اصلاحاتو او ملکى خدماتو د خپلواک کميسيون د ظرفيتونو د لوړوالى دارالانشاء رئيس  روح الله عثمانى  سره له دى چى له وطن نه بهر افغان کارپوهانو پروگرام کى (AEP)او د افغانى کارپوهانو د استخدام د جانبى شموليت پروگرام (ELP) يادونه وکړه، وويل : " په روان کال کى د اۤزاد رقابت له لارى  د اروپا نه  ٩ تنه افغانى کارپوهان  د وړتيا او پوخوالى پر بڼسټ  په  مختلفو دولتى ادارو کى  استخدام کړو."

 محترم عثمانى  نور وويل زيار باسي چى  ښه فرصت افغانى کارپوهانو ته  برابر شي تر څو د افغانستان  په بياجوړونه کى  برخ واخلى  او دوى ته  د استخدام  په پروسه کى مرسته وکړى.

له افغانى  تجربه لرونکى کارپوهانو  په اروپا کى  هيله را کيږي  چى  د تخصصى  ساحو کى  د هيواد په بياروغونى کى   ونډه واخلى  او د (  www.afghanexperts.gov.af)  له لارى  اعلان  شوي پستونه ته په  مستقيمه  توگه  غوښتن ليک راواستوي.

.د ادارى اصلاحاتو او ملکى خدماتو خپلواک کميسيون، د ظرفيت د لوړوالى دارالانشاء تر اوسه  پورى تر شا و خوا درى سوه تنو  افغانى کارپوهانو ته  چى د هيواد په دننه او بهر کى  ژوند لرى  اسانتياوي  برابرې  کړې دي  جى د افغانستان  په  بيارغونى   کى ونډه واخلى.

د پروگرامونو د پراخوالى  غوڼده  پرانيستل  شوه
نيټۀ   : ٢١ / ورى /١٣٨٧
د ظرفيتونو د لوړوالى  دارالانشاء  د پروگرامونو  د ښه  هم غږ  او وده ورکولو  د ولايتونو په کچه کى   يو غوڼده د ادارى اصلاحاتو او ملکى خدمتونو  د خپلواک  کميسيون   د ولايتى  رئيسانو  په گډون   د ظرفيتونو  د لوړوالى  په  دفتر کى  پرانيستل  شوه. بشپړ


د ١٣٧٨ کال  د کارکوونکى  مياشتنى لمړنى غوڼده پرانيستل شوه
نيټۀ   : ٣١/ ورى /١٣٧٨
د ادارى اصلاحاتو او ملکى خدمتونو  خپلواک کميسيون   د ظرفيتونو د لوړوالى  دارالانشاء   د کارکوونکى غوندو په لړ کى  د ١٣٨٧ کال د کارکوونکى  په  گډون  لمړنى مياشتنى  غونده  د دى دفتر په کتابتون کى  پرانيستل شوه.بشپړ

 

 

 

PROSCA

د بریا لیتوب داستان

ميرمن ضياګل سلجوقى :
 د انرژى او اوبو وزارت د پلان او له تمويلوونكوسره د اړيكو دهمغږۍ رييسه....دنورو معلوماتو لپاره

ايمل مرجان :
د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزارت دمعلوماتي تكنالوژۍ رييس....دنورو معلوماتو لپاره

جستجو کن

پروګرامونه


د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام ( MCP)

د مدیریت لپاره د ظرفیت پروګرام چې موخه یې په لنډ مهاله توګه په وزارتونو کې د مشاورینو په ګومارلو سره د ډونرانو له خوا د مدیریت لپاره د ظرفیت د مشورتي همکاریو را مینځته کول دي، د افغانستان لپاره د امانت صندوق له خوا تمویل کیږي...دنورو معلوماتو لپاره

له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانود استخدام پروګرام (AEP)
شا ليد

د ظرفیتونو په رامنځته کولو کې، له بهر څخه د میشتو افغان کارپوهانو د استخدام پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت  جوړولو د پروګرامونو له لارې یو ډیر ښه او ځانګړۍ پلان دی. د دغه پروګرام موخه په نړیواله کچه په بیا رغاونه او دهیواد په پرمختگ کې د ښې تجربې لرونکو او ماهرو افغانانو لټون او په وزراتونو او نورو دولتی ادارو کې د حکومت د کارونو د ښه اغیزمنتیا او اساسی اصلاحاتو د بهير د څارنې لپاره په دندو ګومارل دي...دنورو معلوماتو لپاره

د جانبي شمولیت پروګرام  LEP
شا لید
دغه  پروګرام د افغانستان د ملکي خدمتونو د ظرفیت د لوړوالي د ریاست  له لارې  چی اوس یې نوم د پروگرامونو د طرحې او مدیریت په لوې ریاست باندې بدل شوی دی د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ځانګړی شوی دی. په داسې حال کې چې له بهرڅخه د افغان کارپوهانو د اسخدام د  پروګرام له لارې افغان متخصیصین د مشاوریت په بستونو کې ګومارل کیږي خو د حکومت نور لوړ مدیریتي بستونه چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره مهم بلل کیږي د متخصیصینو د نشتوالي له امله له زیاتو  خنډونو سره لاس او ګریوان دي...دنورو معلوماتو لپاره

د كورنيو بنسټونو د پرمختيا د پروژې لنډه څپړنه ( NIBP )
د كورنيو بنسټونو د پرمختيا پروژه چې څه دپاسه د يو سلو پنځلسو ميليونو امريكايي ډالرو په بودجې سره د يو ان ډي پي او د ادارې اصلاحاتو او ملكې خدمتونو د خپلواك كميسيون تر منځ لاسليك شوې ده ، د يو ان ډي پي د پروژو د برياليو تجربو پربنسټ هره يوه د افغانستان د عامه خدمتونو لپاره د ظرفيت پروژه  (CAP) او د عامه خدمتونو د مشرتابه د ودې پروژه ( CSLD  ) نوميږې، جوړه شوې ده او د دغې پروژې د تطبيق په موخه د (CAP اوCSLD) له پروژو څخه تر لاسه شوې تجربې د ولايتونو او ولسواليو په كچه د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د دولت لپاره د لازمو ،منسجمو او پراخو مرستو او همكاريو د برابرولو لپاره تر يو واحد چوكاټ لاندې كارول كيږې...دنورو معلوماتو لپاره

جستجو کن

.

جستجو کن
 

 

کورپاڼه|زموږ په هکله|اعلان پست ها|اړيکي|دتصويرنو ارشيف| له مونږ سره اړيکه|Privacy Policy
Copyright (c) 2005 All Rights Reserved. Independent Administrative Reform and Civil Service Commission